د چين د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې د چين د څلورو ځواکونو د بېرغونو د طرحو په اړه حکم لاسليک کړ.
د دغه حکم له مخې، د چين د ولسي ازادۍ بښوونکي پوځ د پوځي فضايي ځواک، د انټرنيټي شبکې ځواک، د معلوماتي ملاتړ ځواک او ګډ لوجيستيکي ځواک د رسمي بيرغونو طرحې خپرې شوې دي.
شي جين پينګ د اګست په لومړۍ نېټه د چين د ولسي ازادۍ بښوونکي پوځ د جوړېدو د يادونې ورځې په مناسبت د دغه پوځ او د وسلوالو پوليسو ځواک ټولو قوماندانو او سرتيرو، احتياطي افسرانو او ميليشو ته مبارکي وويله.

د پوځي فضايي ځواک بيرغ

د انټرنيټي شبکې ځواک بيرغ

د معلوماتي ملاتړ ځواک بيرغ

د ګډ لوجيستيکي ځواک بيرغ
































