د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د نيپال ولسمشر باودر د اګست په لومړۍ نېټه د دواړو هېوادونو د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۷۰مې کليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه استولي دي.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، دی له نيپال سره د چين اړيکو ته په ډېر ارزښت قائل دی او غواړي چې له خپل نیپالي سیال سره په ګډو هڅو د ۷۰مې کليزې له فرصته په استفادې د دواړو هېوادونو دوديزې دوستۍ خپرې کړو.
ده زیاته کړې چې غواړي په مختلفو ساحو کې خپلمنځي نظرونو تبادلې، تګ راتګ او همکارۍ زياتې کړي څو د دواړو هېوادونو د اړيکو پرمختګ خلکو ته زياتې ګټې ورسوي او سيمه ييزې سولې او پرمختګ ته خدمتونه برابر کړي.
د نيپال ولسمشر باودر د خپل هېواد له پرمختګ، حاکميت او خپلواکۍ څخه د دايمي ملاتړ له امله له چين څخه مننه وکړه او ويلي يې دي، نيپال د يو چين د پېژندنې پر اصل ټينګار لري، تمه لري چې له چين سره د لاسونو په یو موټیتوب سره خپلمنخي هراړخيزې همکارۍ ژورې کړي او د سولې، ترقۍ او سمسورتيا په پار ګډه هيله پوره کړي.
د چين صدراعظم لي چيانګ هم په همدې ورځ له خپل نیپالي سیال سره د مبارکۍ پيغامونه تبادله کړي دي.
































