د ملګرو ملتونو د پروژو د دفتر مدير جورج مورېرا داسيلوا په دې وروستيو کې په بېجينګ کې د چين ميډيا ګروپ له سي جي ټي اېن سره ځانګړې مرکه وکړه. نوموړي په مرکه کې د نړيوالې ادارې لپاره د چين د هلو ځلو ستاينه وکړه او ويې ويل، چې د نړيوالې ادارې په چارو کې د چين رول ډېر مهم او ضروري دی.
داسيلوا وويل، چې چين د نړيوال پرمختګ په جريان کې د مهم ګډونوال رول لوبوي او له تېرو زياتو کلونو راهيسې يې د افريقا په شمول د زياتو سيمو د پرمختيايي هېوادونو ملاتړ کړی او د دغو هېوادونو پرمختګ او همکارۍ يې پياوړې کړي دي. د نړيوال پرمختګ وړانديز او د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ وړانديز له پرمختيايي هېوادونو سره د همکاريزو اړيکو او ګډ پرمختګ د پراختيا لپاره د چين د هلو ځلو څرګندويي کوي.
داسيلوا له اقليمي بدلون سره د مبارزې او د دواملرونکي پرمختګ په برخو کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ستراتيژيکو نظريو او ټينګ هوډ لوړه ستاينه وکړه. د ده په خبره ، د زرغون اقتصاد په تيره بيا د بياځلي کارېدونکې انرژۍ او د برقي نقلیه وسیلو له لارې د سفرونو په برخو کې د چين لاسته راوړنې نه يوازې د دغه هېواد لپاره، بلکې د نړۍ لپاره مهم ارزښت لري. نوموړي په دې اړه پوره باور وښود، چې چين له ۲۰۶۰ م کال مخکې د کاربن حنثی کولو په اړه د موخې د پوره کولو توان لري.
































