د چین د کلتور او سیلانۍ وزارت د تازه شمېرونو له مخې، د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د کورنیو سیلانیانو د سفرونو شمېر ۳ ميليارډه او ۲۸۵ میلیونو ته رسېدلی، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۰.۶ سلنه زیاتوالی ښيي. د دې هېواد د کورنیو سیلانیانو لګښتونه ۳۱۵۰ میلیارډو یوانو ته رسېدلي، چې دا بیا ۱۵.۲ سلنه زیاتوالی ښيي.
































