د چین د طبیعي سرچینو وزارت د راپور له مخې، د روان کال په لومړۍ نیمایي کې، د دغه هېواد سمندري اقتصاد سالم پرمختګ کړی دی. سرچینه وايي چې په لومړیو شپږو میاشتو کې د سمندري تولیداتو عمومي ارزښت ۵۱۰۰ میلیارډو یوانو ته رسېدلی، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵.۸ سلنه زیاتوالی ښيي.
د روان کال په لومړۍ نیمایي کې د سمندر له لارې د خامو تیلو او طبیعي ګاز د تولیدو اندازې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په جلا جلا توګه ۲.۳٪ او ۱۶.۹٪ زیاتې شوې دي او د سمندري باد پر مټ د برېښنا تولیدي اندازه ۲.۲٪ زیاتوالی ښيي. همداراز، د کورنیو سمندري اوبو د کب نیولو محصولات ۴.۸٪ زیات شوي دي.
































