د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت د هنر او کلتور معينيت اړوند د لرغون پېژندنې رياست د مسلکي ډلې له لوري؛ ۱۴۳۰ قلمه لرغوني آثار چې د لوګر د مس عینک له لرغونو سیمو څخه موندل شوي؛ د پاک کارۍ، ترمیم، پېژندنې، ثبت او سجل په موخه د مس عینک له ساحوي ګدام څخه د دغه ریاست مرکزي لابراتوار ته لېږدول شوي دي. سرچینې ویلي، چې دغه آثار د خټو، ډبرو، فلزاتو، ښیښې، هډوکو او لرګیو څخه جوړ شوي چې د کوشاني او ساساني دورو مسي سکې، کتیبو، کوچنۍ کوزه ګۍ، جامونه، پيالې، بېلابېل څراغونه، د مسو دستبندونه، عقیق، لاجورد، عاج، د هډوکو مهرې، ګاوترې، دوک او نورو وسایل پکې شامل دي.
































