په کمبوډیا کې د چین سفارت د اګیست په ۴مه نېټه خبر ورکړ چې په دې وروستیو کې د دې هېواد په پلازمېنه پنوم پنه او کاندال ولایت کې دوې پېښې رامنځته شوې چې چینايي اتباع پکې وژل شوي دي.
سرچینې ویلي چې د چین سفارت له دې پېښې سملاسي وروسته د کمبوډیا له حکومت تماس نیولی او د دغه هېواد له پولیسو يې غوښتي چې ژر تر ژره دغه قضیو ته رسېدنه وکړي، مجرمینو ته سخته سزا ورکړي او په دغه هېواد کې د چینایانو د سر او مال خوندیتوب وساتي.
د کمبوډیا پولیسو ويلي چې دوی په کاندال ولایت د پېښې په تړاو څو شکمن مجرمین نیولي او اوس د قضیې په اړه پلټنې روانې دي.































