د چین د سوداګرۍ وزارت د اګست په ۴مه نېټه تازه شمېره خپره کړې، چې له مخې يې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د دې هېواد خدماتي تجارت ثابت پرمختګ کړی، د خدماتي وارداتو او صادراتو عمومي حجم ۳ ټريليونو، ۸۸۷ ميليارډو او ۲۶۰ ميليونو يوانو ته رسېدلی دی او دغه شمېر د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۸ سلنه زياتوالی ښيي.
د شمېرنې له مخې، د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د دې هېواد خدماتي صادرات یو ټريليون، ۶۸۸ ميليارډو او ۳۰۰ ميليونو يوانو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۵ سلنه زياتوالی ښيي.
خدماتي واردات ۲ ټريليونو، ۱۹۸ ميليارډو او ۹۶۰ ميليونو يوانو ته رسېدلی، چې ۳ اعشاريه ۲ سلنه زیاتوالی ښيي. د دې هېواد د خدماتي تجارت منفي بيلانس ۵۱۰ میليارډو او ۶۶۰ میليونو يوانو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۵۲ ميليارډو او ۲۱۰ ميليونو يوانو ته رسېدلی.
































