د چين د لوجستيک او پېر ټولنې د اګست په ۵مه نېټه د دې هېواد د لوجيستيکي صنعت د جولای د ودې اندازه خپاره کړې ده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، سره له دې چې په جولای مياشت کې د چین په ځینو سیمو کې اقلیمي شرایط نامساعد و لکه سخت سيلابونه او د هوا ګرمېدل، خو د دې هېواد لوجستيکي تقاضا د زیاتېدو په حال کې ده.
سرچینې ویلي چې د لوجیستیک تقاضا د زیاتېدو لامل د شرکتونو خپل قوي داخلي چټکیا او دغه راز د لوجیستیک عرضې او تقاضا ودې حفظ دی.
د معلوماتو له مخې، په جولای کې د چين د لوجستيکي چارو د پرمختګ اندازه ۵۰ اعشاريه ۵ سلنې ته رسېدلې، چې د جون په پرتله صفر اعشاريه ۳ ټيټوالی ښيي. له دې څخه دا څرګندېږي، چې د لوجستيکي صنعت د تجارت عمومي اندازه د پراخېدو په حال کې ده، خو د بیې وده يې سوکه شوې ده.
































