د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی سټیو وېټکاف د روسیې پلازمینې مسکو ته رسېدلی. رویټرز خبري اژانس د ځینو باخبره سرچینو په حواله ویلي، چې په هوايي ډګر کې د ټرمپ ځانګړي استازي هرکلي ته د پانګونې په چارو کې د روسیې ځانګړی استازی او مل پلاوی یې ورغلی و. وېټکاف په داسې حال کې مسکو ته سفر کوي، چې د مسکو او واشنګټن ترمنځ اړیکې لا له وړاندې ترینګلې دي او د امریکا ولسمشر ویلي؛ که روسیه په اوکراین کې د جګړې پای ته رسولو لپاره جدي ګامونه پورته نه کړي، بندیزونه به پرې ولګوي.
































