د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د ننګرهار ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې شوې موټربم چاودنه چې له امله یې یو شمېر هېوادوال ووژل شول په کلکو ټکو غندلې ده. د یاد کمیسیون له لوری خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، د بشري حقونو خپلواک کمیسیون دا او ورته نور بریدونه د نړیوالو بشرپاله حقونو خلاف او دوام یې د سولې پروسې پر زیان بولي. خبرپاڼه کاږي، حکومت باید د دا ډول بریدونو عاملین ژر پیدا او تر عدلي تعقیب لاندې ونیسي. خبرپاڼه کې له افغان حکومت او طالبانو غوښتنه شوې ده چې هر څه ژر روانه جګړه پای ته ورسوي او پر یو سراسري اوربند هوکړه وکړي.
































