د ارامکو په نوم د سعودي د نفتو شرکت د اګست په ۵مه نېټه د ۲۰۲۵ کال د لومړۍ نیمایي عایداتو په اړه یوه مطبوعاتي غونډه وکړه. د دې شرکت مشر امین ناصر د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې ویلي چې دوی له اوږدې مودې راهیسې له خپلو چیني همکارانو سره غوره همکاریزې اړیکې ساتلې دي او چین د ارامکو لپاره یو مهم ستراتیژیک بازار دی.
هغه زیاته کړه چې چین د نفتو د چاڼ او پټروشیمي صنعت په برخه کې زیاتې پروژې لري او ارامکو په فعاله توګه د دې لویو پروژو په پانګونه او جوړولو کې برخه اخلي. نوموړي وویل: زموږ شرکت پلان لري چې په راتلونکي کې په ډېرو برخو کې پانګونه زیاته کړو.
































