د لغمان د والي پر موټریز کاروان په شوي برید کې اته ویشت کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د راپورونو له مخې نن سهار مهال چې کله والي رحمت الله یارمل د خپل کاري دفتر پر لور روان و، موټربم برید ورباندې شوی چې نوموړي ته پکې زیان نه دی رسېدلی خو اته ویشت کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ویل کېږي چې له دې ډلې اته کسه یې وژل شوي او شل نور ټپیان دي. په وژل شوو کې څلور یې نظامیان او څلور نور ملکي وګړي دي. تر اوسه د برید مسوولیت چا نه دی منلی، رحمت الله یارمل بیا له رسنیو سره په خبرو کې د خپل روغتیایي وضعیت په اړه ډاډ ورکړی دی.
































