د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې، د چین-لاوس ریل پټلۍ له لارې تر ۳ ميليونو او ۴۳۰ زرو ټنو زيات توکي وارد او صادر شوي دي.
د سرچینې په وینا، د دې توکو عمومي ارزښت له ۱۵ ميلیارډه او ۴۰۰ ميليونو یوانو څخه اوښتی دی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴۱ سلنه زیاتوالی ښیې او نوی ريکارډ يې جوړکړی دی.
اوس مهال، د چین-لاوس ریل پټلۍ ۱۹ هیوادونه سره نښلوي، له دې لارې د وارد او صادر شويو توکو ډولونه له ۵۰۰ څخه ۳۶۰۰ ته زیات شوي، د سیمه ایزې اقتصادي سوکالۍ او پرمختګ لپاره ډېر مثبت رول لري.
































