د چین د مالیې وزارت په دې وروستیو کې د کرنې او کلیوالو چارو وزارت او د اوبو لګولو وزارت سره په ګډه په دې هېواد کې د طبيعي پېښو ځپلو سیمو او وګړیو سره د مرستې لپاره یو میلیارډ ۱۵ میلیونه یوانه بېل کړي دي.
سرچینه وايي، له دې پيسو به د بېجینګ، هه بې، داخلي مغولیستان او ګوانګ دونګ په شمول یو شمېر سیمو کې د لهسیلابونو ځپلو سیمو سره د مرستې او دغه راز د شان دونګ، هه نان او هو بې په شمول یو شمېر سیمو کې له وچکالۍ سره د مبازرې په برخه کې ګټه واخیستل شي.
































