د لانڅنګ – مېکانګ ۲۰۲۵ د همکارۍ ځانګړي صندوق د پروژې د همکارۍ تړون د لاسلیک مراسم د اګست په ۵مه نېټه د میانمار په پلازمېنه نېپي داو کې ترسره شول. په میانمار کې د چین سفیرې ما جیا او د میانمار د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کو کو گیات د تړون سندونه لاسلیک کړل.
ما جیا په مراسمو کې د وینا پرمهال وویل چې سږ کال لاسلیک شوې ۱۴ پروژې به د میانمار کرنې، چاپېریال ساتنې، ساینس او ټکنالوژۍ، فرهنګ، تعلیم او پېښو پر وړاندې مبارزو په برخو کې د میانمار پرمختګ ته دوام ورکړي.
هغه زیاته کړه، چین چمتو دی چې له میانمار سره همکارۍ پیاوړې کړي، له یاد صندوق څخه ښه ګټه واخلي او د چین – میانمار د ګډ برخلیک ټولنې د ابادولو هڅې ګړندۍ کړي څو د دواړو هېوادونو خلکو ته لا ډېرې ګټې ورسوي.
































