په ملګرو ملتونو کې د چين مرستيال دايمي استازي ګنګ شوانګ د اګېست په ۵مه نېټه د فلسطين او اسرائيل تر منځ لانجې په اړه د امنيت شورا په پرانيستې غونډه کې وينا وکړه او له اسرائيل څخه يې وغوښتل چې سمدلاسه خپل خطرناک اقدامات ودروي.
ګنګ شوانګ وویل، واقعیتونو ښودلې چې پوځي اقدامات د مسئلو د حل لاره نه ده، سمدستي اوربند د ژوند ژغورلو او د بندیانو ازادېدو سمه لار ده. هغه زیاته کړې چې چین په رسنیو کې د هغه وروستیو راپورونو په اړه جدي اندېښنه څرګندوي چې اسراییل پرېکړه کړې چې خپل پوځي بریدونه زیات کړي او په بشپړ ډول غزه ونیسي. هغه ویلي چې چین له اسرائيل څخه غوښتنه کوي چې سمدستي دا خطرناک اقدامات ودروي او له اړوندو خواوو سره يو دوامدار اوربند ته ورسیږي.
نوموړي ویلي چې چين پر اړوندو هېوادونو غږ کړی، چې په بې طرفه او مسولانه ډول عمل وکړي او د اوربند لپاره جدي اقدامات غوره کړي.
































