د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د اګست په ۶مه نېټه د يوې علني غونډې په تر سره کولو سره د ډل وژونکو وسلو د خپرېدو د مخنيوي په اړه د ۱۵۴۰ مې کمېټې کار څېړلی دی. په ملګرو ملتونو کې د چين مرستيال دايمي استازي ګنګ شوانګ د خپلې وينا په ترڅ کې ويلي، نړيواله ټولنه بايد د ډل وژونکو ولسو د نه خپرېدو موخې ته د رسېدو پر عين وخت له ذروي تخنيکونو د سوله ييزې استفادې حق ټينګ وساتي.
ښاغلي ګنګ شوانګ څرګنده کړه، له علمي او تخنيکي پرمختګ څخه د ګټو برخمنېدل د مختلفو هېوادونو حقه حقوق دي. اړوند نړيوال تړونونه، د امنيت شورا او عمومي اسمبلۍ اړوند پرېکړه ليکونه ټول دا اصل تائيدولای شي.
د ده په خبره، نړيواله ټولنه بايد د ډل وژونکو وسلو د نه خپرولو تر څنګ له ذروي تخنيکونو د سوله ييزې استفادې په برخه کې پر مخ پر ودې هېوادونو محدوديتونه لرې کړي او په اړونده برخه کې دې نړیوالې همکارۍ ته دوام ورکړي.
































