برازيل اوسمهال له چين سره د ډيپلوماتيکو اړيکو د کچې لوړېدو په حال کې دی. د معلومات له مخې، د برازيل د فډرالي مالياتو اداره او د فډرالي پوليس اداره به چين ته نوي ځانګړي استازي ولېږي، څو په چين کې د دې هېواد د ځمکنيو او سمندري پوځونو د ميشتو افسرانو عنوان جنرالۍ ته لوړ کړي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګوه جيا کون د اګست په ۶مه نېټه په دې اړه ويلي، چې هېواد يې غواړي له برازيل سره يو ځای په بېلابېلو برخو کې همکارۍ نورې ژورې کړي او د چين او برازيل د ګډ برخليک ټولنې ستراتيريکه برخه لا اباده کړي.
ګوه جيا کون ويلي، چې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر لارښوونې لاندې به د لا عادلانه نړۍ او تلپاتې ځمکنۍ کرې د جوړولو لپاره به د چين او برازيل د ګډ برخليک ټولنې ابادي ډېرې زياتې لاسته راوړنې ومومي.
د چين او برازيل ترمنځ متقابلو ګټو او دوستۍ پر اساس ولاړې همکارۍ د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې رسوي او د دواړو هېوادونو د عصري کېدو بهير ته به وده ورکړي. ده ویلي چې د چین او برازیل دغه دوستي د پرمختيايي هېوادونو لپاره د يوالي او همکارۍ ښه نومونه ګرځېدلې ده.
































