د ۲۰۲۵کال د روبوټونو نړيوال نندارتون چې پنځه ورځې به دوام ولري، د اګست په ۸مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو. د روبوټونو د لا ځیرکېدو په عنوان دغه نندارتون د چين په دننه او بهر کې د روبوټونو د توليدولو څه باندې ۲۰۰ شرکتونه راجلب کړي، چې د انسان په شکل د روبوټونو د جوړولو شرکتونو شمېر په ټوله نړۍ کې د ورته نندارتونونو په پرتله زيات دی.
چين په نړۍ کې د صنعتي روبوټونو د تر ټولو لوی بازار په توګه په مداومه توګه خپل ځای ټينګ کړی او په مسلسلو ۱۲کلونو کې د صنعتي روبوټونو تر ټولو لوی بازار او د توليدولو لومړی هېواد ګرځيدلی دی. اوسمهال صنعتي روبوټونه د اقتصاد په ۷۱ ډوله کارونو کې استفاده شوي دي.
































