د جرمني د ارقامو فډرالي ادارې د اګست په ۷مه نېټه هغه شميرنه خپره کړه، چې د چين او اروپايي ټولنې د بازارونو د تقاضا په برکت په جون مياشت کې د جرمني د صادراتو اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲اعشاريه ۴سلنه زياته شوې، چې په پرله پسي دوو مياشتو کې يې د ټیټېدو حالت پای ته رسېدلی دی.
د شميرنې له مخې، په جون مياشت کې د جرمني د صادراتو عمومي حجم ۱۳۰ميليارډ ۵۰۰ميليونه يورو ته او د وارداتو عمومي حجم ۱۱۵ميليارډ ۶۰۰ميليونه يورو ته رسېدلی و. په همدې مياشت کې د اروپايي ټولنې غړو ته د جرمني د صادراتو اندازه ۲اعشاريه ۴سلنه او چين ته د صاراتو اندازه یو اعشاريه یو سلنه زيات شوی.
































