ولسمشر غني د افغانستان په حساسو شرایطو کې دوحې ته تللی دی. په دوحه کې بین الافغاني خبرې له خنډ او ځنډ سره مخ شوې دي، نړیوال د تاوتریخوالي د کمولو غوښتونکي دي، د جګړو درېدل غواړي او په افغانستان کې بیا خونړۍ جګړه روانه ده. له دې سره جوخت ولسمشر غني دوحې ته تللی او هلته به د قطري چارواکو ترڅنګ له امریکایي چارواکو سره ګوري. ولسمشر به دوې ورځې په دوحه کې وي او اټکل کېږي چې دا سفر به د افغان سولې لپاره مهم وي.
ولسمشر غني تېره ورځ سهار وختي د یوه لوړپوړي پلاوي په ملتیا لومړی کوېټ ته لاړ او تر هغه وروسته دوحې ته په دوه ورځني سفر تللی دی. ولسمشر غني د کوېټ د مخکیني امیر د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ او تر هغه وروسته دوحې ته راغی او دمګړۍ په دغه پلازمېنه کې دی. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر به په دې سفر کې د قطر له امیر، لومړي وزیر او له امریکايي لوري به له خلیلزاد او سکاټ مېلر سره ګوري.
د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر به له قطري چارواکو سره د لیدنې تر څنګ د افغان سولې په اړه د قطر د شخړو د حل مرکز کې د سولې په اړه وینا هم وکړي. د سرچینې په خبره: ((په پام کې ده چې جمهور رییس غني په پلازمېنه دوحه کې د قطر امیر، لومړي وزیر او نورو مقاماتو سره پر کتنو سربېره په دوحې انسټیټیوټ کې ډيپلوماتانو، استادانو، پوهانو او محصلینو ته وینا هم وکړي)).
بلخوا رسنیو راپور ورکړی چې ولسمشر غني په دوحه کې د افغان حکومت له مذاکراتي پلاوي سره کتلي او پر شته خنډونو یې بحثونه ورسره کړي دي. په دوحه کې د افغان حکومت پلاوی له ۲۴ ورځو راهیسې له طالبانو سره د ستونزو پر حل بحثونه کوي، خو یوه اونۍ کېږي چې خبرې په ټپه ولاړې دي او د دواړو لورو ترمنځ د ځینو مواردو پر سر د نظر اختلاف پیدا شوی دی.
له دې سره هممهاله یو شمېر شنونکي بیا وایي چې ولسمشر غني قطر ته غوښتل شوی، څو د سولې په لار کې له خنډ جوړولو ډډه وکړي او امریکا غواړي ولسمشر غني ته واضح کړي چې امریکایان له افغانستانه وتونکي دي، نو ولسمشر غني ته هم په کار ده چې د سولې د پروسې له پرمختګ سره همکاري وکړي. د سیاسي مسایلو شنونکی فضل الرحمن اوریا وایي، ولسمشر غني له ډېرې مودې راهیسې یو ډول د سولې پروسې په ځنډولو تورن شوی دی. نوموړی دغه راز وایي چې قطر ته تللی پلاوی هم په رښتینې توګه هڅه نه کوي چې جګړه ودرېږي او مذاکرات مخ ته لاړ شي. د ده په خبره: ((ولسمشر غني قطر ته غوښتل شوی، څو په دې وپوهول شي چې د سولې پروسه ټکنۍ نه کړي، خنډ جوړ نه کړي، ولسمشر دې ته قانع کړي چې څنګه په یوه میکانېزم واک نویو واکدارانو ته انتقال کړي)).
فضل الرحمن اوریا وایي چې حکومت په ظاهري توګه هڅه کوي وښيي چې ګواکې دوی د دوو اړخیزو اړیکو جوړولو لپاره تللي وو، خو اصلي مسئله بله ده. د ده په خبره: ((ټول تمرکز به په دې وي چې ولسمشر باید خنډ جوړ نه کړي، هم مېلر او هم خلیلزاد غواړي دا خبره ولسمشر ته واضح کړي چې امریکا د ولسمشر غني د قدرت ساتلو لپاره دلته نه شي پاتې کېدلی)).
د سیاسي چارو بل شنونکی فیض الله ساپی هم پر دې باور دی چې ولسمشر غني د خبرو د وضاحت لپاره بلل شوی او امریکا غواړي ولسمشر ته واضح کړي چې د خنډ په جوړولو افغانستان ته ګټه نه شي رسولی. د ده په خبره: ((ولسمشر یې غوښتی، غواړي ورته ووايي چې نور خنډ مه جوړوه، تر هغې وروسته به بېرته کابل ته راځي)).
له دې سره هممهاله په عامو افغانانو کې دا هیله مندي ډېره شوې چې ګواکې ولسمشر غني به د اوربند او دایمي سولې لپاره قطر ته تللی وي او د دې تمه ده چې دلته د جګړو د پای لپاره یو غوره فرصت رامنځ ته شي.
































