د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګوو جيا ګون د اګېست په اوومه نېټه ويلي چې بېجینګ د رومانيا د پخواني ولسمشر ايليسکو د مړينې په اړه د دې هېواد حکومت، خلکو او د ده کورنيو غړو ته د زړه له کومي تسلیت وايي.
نوموړي زياته کړې چې ولسمشر ايليسکو د رومانيا د مهم مشر او د چينايانو د ښه دوست په توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ او دوه اړخيزو همکاريو لپاره مهم خدمتونه کړي دي.
































