د کمبوډیا او ټایلنډ د سرحداتو عمومي کمېټې د اګست د ۷مې نېټې په ماسپښین په مالیزیا کې یوه ځانګړې غونډه ترسره کړه.
په دې غونډه کې دواړو خواوو د اوربند د څارنې نظام او د نورو چاورو ترتیباتو په اړه موافقې کړې دي. د چین استازي هم د یادو دواړو لوریو په بلنه په دغه غونډه کې ګډون کړی و.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په همدې ورځ په دې اړه د خبریال پوښتنو ته په ځواب کې وویل، د کمبوډیا او ټایلنډ دغه موافقې به د دواړو خواوو د اوربند او د دایمي سولې ساتنې لپاره کلک بنسټ جوړ کړي او چین د دې هرکلی کوي.
ویاند زیاته کړه، اوس د کمبوډیا او ټایلنډ په سرحدي سیمه کې وضعیت مخ په ارامېدو دی او له دې ښکاري چې خبرې اترې او مشورې د اختلافاتو د لرې کېدو سمه لاره ده.
































