په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال سون لی د اګېست په اوومه نېټه د امنيت شورا د لوېديځې افريقا او ساحل سيمې د مسئلې په تړاو علني غونډه کې د دې سيمې د ترهګرۍ ضد همکارۍ پر پياوړتيا ټينګار کړی دی.
نوموړي وويل چې په وروستيو کې د يادې سيمې وضعيت لا سخت شوی او ترهګرو سازمانونو د ډرونونو په وسيله بريدونه کړي چې فعالیتونه يې د لوېديځې افريقا ساحلي سيمې ته پراخيږي او دغه حالت د اندېښنې وړ دی.
هغه زیاته کړه چې چين هيله لري د لوېديځې افريقا د هېوادونو ګډه اقتصادي ټولنه د ګډ خونديتوب د ساتلو پر مفکورې ټينګار ولري، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د سيمې له هر هېواد سره همکارۍ وکړي او د نورو سيمه ييزو ميکانيزمونو سره همغږي لا پياوړې کړي تر څو له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ګډ او قوي ځواک رامنځته شي. دی دغه راز وايي چې نړيواله ټولنه دې د تجهيزاتو،لوژيستيک او پانګو په برخه کې له اړوندو دولتونو څخه ملاتړ زيات کړي او د ترهګرۍ ضد وړتيا د لوړولو لپاره ور سره مرسته وکړي.
































