د چين د دولت رئيس شي جين پيڼګ د اګست په ۸مه نېټه په بلنې سره د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره تليفوني خبرې وکړې.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په تليفون باندې د اوکراين شخړې د وروستي حالت په اړه د روسيې نظريې او له امريکا سره د تماس نيولو معلومات شريک کړي او د دغې شخړې په سياسي حل کې د چين له رغنده رول څخه یې مننه څرګنده کړې ده.
د ده په خبره، د روسيې او چين هراړخيز ستراتيژيک مشارکت به په هېڅ صورت کې نه بدلېږي. روسيه به هر وخت له چيني لوري سره وروستي معلومات شريک کړي.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د خپلو خبرو په ترڅ کې د چيني لوري دريځ او اصول بيان کړي او ويلي يې دي چې پېچلې مسئله په اسانه توګه نه حل کېږي. هر څنګه چې حالت بدلېږي، چين به پر خپل دريځ ټينګار ولري او د سولې او مذاکراتو هڅه به وکړي.
نوموړي دا هم وويل، چين د روسيې او امريکا ترمنځ د تماس ساتلو، د خپلمنځي اړيکو ښه والي او د اوکراين شخړې د سياسي حل پرمخ بېولو ته خوښ دی.































