د اګست له ۷مې نېټې راهيسې د چين د ګان سو ولايت د لان جو ښار په يو جونګ ولسوالۍ کې د مسلسلو څو ورځو د سختو بارانونو امله سېلابونه پېښ شوي او د ۸مې نېټې د ماسپښين تر ۳ بجو او دېرشو دقيقو پورې ۱۰ تنه مړه او ۳۳ تنه ورک شوي دي.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ دغه ناورين ته جدي پام کوي او مهمه لارښوونه يې کړې چې د اوس لپاره تر ټولو بېړنۍ دنده د ورک شويو کسانو پيدا کول، د بې ځايه شويو کسانو تنظيمول، تر وسې پورې د مرګژوبلې کمول او د ترانسپورټ او مخابراتو اعاده کول دي.
































