د چين د سپکو صنايعو فدراسیون شمېرنې ښيي، د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د دغه هېواد د سپکو صنايعو بهیر لوړېدل د تېر کال له څلورمې ربعې څخه پيل شوي دي.
د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د سپکو صنايعو په برخه کې د چين د لويو تصديو د توليدي زياتوالي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷ سلنه زيات شوی او عايدات يې ۱۱ زره او ۳ سوه ميليارډو يوانو ته رسېدلي دي.
د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د چين د سپکو صنايعو د صادراتي توليداتو ارزښت ۴۵۶ ميليارډه او ۸۰۰ ميليونه يوانه و او د سپکو صنايعو په ۲۱ لويو ډولونو کې د ۱۱ ډولونو د صادراتي توليداتو اندازې د تېر کال د همدې مودې په پرتله زياتوالی ښيي.
































