د چين د سمندري پوليسو ادارې وياند ګان يوو د اګست په ۱۱مه نېټه ويلي، چې د فيليپين د سمندري پوليسو او ماموريت څو بېړۍ په همدې ورځ د کب نيولو بېړيو ته د تامين توکو د ليږلو په پلمه د چيني لوري د غوښتنو او خبرداريو سره سره په ناقانوني توګه د چين د هوانګ يان ټاپو شاو خوا بحري سيمې ته ننوتلي دي. د چين سمندري پوليسو د اړوندو قوانينو له مخې د څارنې، تعقيب او بند په شمول د فيليپين د دغو بېړيو د شړلو لپاره اړين تدبيرونه نيولي دي، چې ټول اقدامات يې مسلکي، معقول او قانوني دي او له معيارونو سره مطابق لري.
نوموړي وياند دغه راز ويلي، چې هوانګ يان ټاپو د چين د خاورې يوه برخه ده. د چين پوليس به د قوانينو له مخې د دې ټاپو په بحري سيمه کې د حقوقو د ساتلو کړنې تر سره کړي او د دغه هېواد د ځمکني حاکميت او سمندري حقونو پر ساتلو به ټينګار وکړي.
































