د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۲۵مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د دغه هېواد لپاره د ۱۶ هېوادونو د نويو سفیرانو باورليکونه ومنل.
شي جين پينګ نويو سفيرانو ته ويلي، چې هېواد به يې د لوړې سويې ورخلاصون نور هم پراخ کړي، له بېلا بېلو هېوادونو سره به د لوی بازار ګټې شريکې کړي، د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو ته به نوي فرصتونه برابر کړي او ټول به په ګډه نړيوال اقتصاد ثابت وساتي.
روان کال نړيوال وضعيت ډېر پېچلی او بې ثباته دی. چين د لوړې سويې پر ورخلاصون ټينګار لري او د خپل باکيفيته پرمختګ له لارې د نورو هېوادونو پرمختګ پياوړی کوي او د چيني شکله عصري کېدو له لارې به د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو عصري کېدو ته وده ورکړي.
د چين د اکمالاتي ځنځير درېيم نړيوال نندارتون د جولای په ۲۰مې نېټې په بېجينګ کې پای ته ورسېد او د لاسلیک شويو همکاريزو تړونونو او هوکړو شمېر پکې له ۶ زرو څخه پورته ښودل شوی دی. د دغه نندارتون د پای په مراسمو کې د هونيوېل نړیوال شرکت او سيمنس شرکت په شمول څه باندې سلو چيني او بهرنيو شرکتونو او سازمانونو د چين د اکمالاتي ځنځير په څلورم نړیوال نندارتون کې د ګډون هوکړې لاسليک کړې دي.
د ياد نندارتون همکاران ډېر زیات او د اکمالاتي ځنځیر همکارۍ يې ډېر ژورې دي او لامل يې دا ښودل کېږي، چې چين په دوامدار ډول د سوداګرۍ چاپېريال پياوړی کوي او د ورخلاصون له لارې ګډې ګټې او فرصتونه برابروي.
شي جين پينګ د روان کال په مارچ کې د بهرنيو شرکتونو او سوداګريزو ټولنو له څه باندې ۴۰ مشرانو او استازو سره ولیدل او پر ځينو مسئلو يې ورسره نظر تبادلې وکړې.
نوموړي په ټينګار ويلي، چې ورخلاصون د چين اساسي تګلاره ده او د لوړې سويې ورخلاصون ته به نوره هم وده ورکړي او د مقرراتو، ادارې او معيارونو په برخو کې به د ميکانيزم ورخلاصون زيات کړي.
چين تراوسه د ازادې سوداګرۍ د ازمويښت ۲۲ سيمې جوړې کړي او د ميکانيزم نوښت ۳۷۹ برياليتوبونه يې د هېواد په کچه مروج کړي دي او د دې ترڅنګ بېلا بېل لوی او مهم نندارتونونه يې ترسره کړي، د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ لپاره يې هڅې کړي او د وروسته پاتو هېوادونو او افريقايي هېوادونو پر ټولو توليداتو يې ګمرکي تعرفې صفر ته راښکته کړې دي.
شي جين پينګ د مې په ۱۳مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د چين ـ لاتيني امريکا فورم د وزيرانو د څلورمې غونډې پرانيستونکو مراسمو ته ويلي وو، چې د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د يووالي او همکارۍ له لارې د نړۍ سوله او ثبات ډاډمن او د نړۍ پرمختګ او سمسورتيا پياوړې کېدای شي.
چین د ۱۴م پنځه کلن پلان د تطبيق په بهیر کې د ۷۵ هېوادونو د اتباعو لپاره په يو اړخيز ډول له وېزې پرته دغه هېواد ته د سفر اسانتياوې برابرې کړي او هم یې له يادو هېوادونو سره له ويزې پرته د خلکو د متقابل تګ راتګ تګلارې پلې کړي او د ۵۵ هېوادونو د اتباعو لپاره يې له ټرانزيټي ويزې پرته په دغه هېواد کې د پاتې کېدو تګلاره پلې کړې ده.
د روان کال په لومړيو ۷ مياشتو کې د چين د توکو سوداګري مخ په ښه کېدو وه او د صاداراتو او وارداتو عمومي اندازه یې ۲۵ اعشاريه ۷ ټريليونو يوانو ته رسېدلې وه، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳ اعشاريه ۵ سلنه زياتوالی ښيي.
چين او لاتيني امریکا د کمربند او لارې د باکیفيته ګډې ابادۍ په چوکاټ کې د اساسي تأسيساتو ټولټال څه باندې ۲۰۰ پروژې پلې کړې دي.
چين د باکيفيته پرمختګ، ورخلاصون او همکارۍ لپاره هڅې کوي، بحران کې راګيرې نړۍ ته باور او خوځنده ځواک ورکوي او د بېلا بېلو هېوادونو لپاره به د پرمختګ زیات فرصتونه برابر کړي.
فرشته
































