د چین د ګمرک د احصایې له مخې، د روان کال په لومړیو ۷ میاشتو کې د شانګهای همکارۍ سازمان غړو هېوادونو ته د دې سامان د نمونوي زون وارداتي او صادراتي ارزښت ۵۳ اعشاریه ۲۶ ميلیارډو یوانو ته رسېدلی چې دغه اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۶ اعشاریه يو سلنه زیاته شوې او په دې کې صادرات ۲۶ اعشاریه ۸۸ ميلیارډه یوانه وو چې ۲۱ اعشاریه ۵ سلنه زیاتوالی پکې راغلی او واردات ۲۶ اعشاریه ۳۸ ميلیارډه یوانه وو چې ۳۱ سلنه زیاتوالی پکې راغلی دی.
د شانګهای د همکارۍ سازمان د نمونوي زون صادرات په چټکه توګه زیات شوي چې په دې جمله کې د یخچالونو او جامو مینځلو ماشینونو په شمول د برقي او تخنیکي محصولاتو صادرات ۱۳ اعشاریه ۸ سلنه زیات شوي او د جامو محصولاتو صادرات ۲۷ اعشاریه ۶ سلنه زیات شوي دي.
































