په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي فو څونګ د اګست په ۱۱مه نېټه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سمندري امنیت په اړه د لوړې کچې په غونډه کې د پاناما کانال په مسئله کې د چین پر وړاندې د امریکا بې اساسه تورونه رد کړل.
فو څونګ وویل چې امریکايي پلاوي په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د مختلفو مسئلو په پلمه د چین پر وړاندې بې اساسه تورونه لګولي دي او چین په ټینګه سره د دې مخالفت کوي. ده زیاته کړې چې چین تل د پاناما کانال په اړه د پاناما حاکمیت ته درناوی کړی او د نړيوال کانال په توګه یې د تل لپاره بې طرفه دریځ په رسمیت پیژندلی دی. هغه وايي چې امریکا د چین پرضد دروغ او بې اساسه تورونه لګوي او موخه يې یوازې دا ده چې د پاناما پر کانال باندې د کنټرول د تعقیب لپاره پلمه جوړه کړي. دی وايي چې چین په کلکه د اقتصادي جبر او ځورونې مخالفت کوي او له امریکا څخه غواړي چې خپل جعلي دروغ ودروي.
































