د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د اګست په ۱۲مه نېټه په بلنې سره د برازيل له ولسمشر لویز لولا سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
لولا په خبرو کې له امریکا سره د برازیل د اړیکو اوسنی وضعیت او د خپل حاکمیت د ساتنې لپاره د برازیل ټینګ اصول معرفي کړل. هغه د څو اړخیزیزم د پلي کولو، د آزادې سوداګرۍ د اصولو د ساتنې او په نړیوالو چارو کې د مسؤلانه رول د لوبولو لپاره د چین ستاینه وکړه. ده زیاته کړه چې برازیل غواړي له چین سره د بریکس په شمول څو اړخیزو میکانیزمونو کې همغږي پياوړې کړي. شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وويل ، چين د خپل ملي حاکمیت د دفاع لپاره د برازيل د خلکو ملاتړ کوي.
ده زیاته کړه چې چین د برازيل ملاتړ کوي چې د خپلو مشروع حقوقو او ګټو ساتنه وکړي.
نوموړي وویل چې بېلا بېل هېوادونه باید متحد شي او د یو اړخیزیزم او سوداګرۍ له ساتنې سره مخالفت وکړي.
رئیس شي په برازیل کې د بریکس هېوادونو د مشرانو غونډې په بریالي توب ترسره کولو په مناسبت مبارکي وویله.
هغه زیاته کړه چې پرمختيايي هېوادونه باید په ګډه د نړیوال انصاف او عدالت او د نړیوالو اړیکو بنسټیز اصل ساتنه وکړي او د پرمختايي هېوادونو مشروع حقونه او ګټې خوندي کړي.
































