د راپورونو له مخې د بېجینګ پر وخت د اګست په ۱۱مې نېټې سهار د اسراییلي ځواکونو په یوه هوايي برید کې د الجزیرې ټلویزیون پنځه خبریالان وژل شوي دي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان په همدې ورځ ویلي چې چین د دغو خبریالانو پر وژل کېدو ژوره خواشیني څرګندوي، د خبریالانو پروړاندې تاوتریخوالی غندي او له اسراییلو غواړي چې په غزه کې پوځي عملیات بې له ځنډه ودروي.
لین جیان وویل، چین له اسراییلو څخه غوښتنه کوي چې په غزه کې پوځي عملیات سمدستي ودروي، غزې ته دې د بشري مرستو ننوتلو ته اجازه ورکړي، د لا پراخ بشري ناورین مخه دې ونیسي او د کړکیچ د کمېدو لپاره دې ژر تر ژره ګامونه پورته کړي.
































