چين او امريکا د اګست په ۱۲مه نېټه د دواړو هېوادونو د سټوکهولمس د اقتصادي او تجارتي خبرو اترو ګډه اعلاميه خپره کړه. امريکا ژمنه کړې، چې پر چيني محصولاتو د تعرفو زياتوالي تګلاره به تعديل کړي او د اګست له ۱۲مې نېټې څخه په راتلونکو ۹۰ورځو کې به د ۲۴سلنه تعرفو د اخيستلو تګلارې وځنډوي. چين به له همدې ورځې څخه د امريکا پر محصولاتو د ۲۴سلنه تعرفو د اخيستلو او نورې ځوابي تګلارې هم د راتلونکو ۹۰ورځو لپاره وځنډوي.
































