په ملګرو ملتونو کې د چین مرستیال استازي ګنګ شوانګ د اګست په ۱۲مه نېټه د یمن د مسئلې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په علني غونډه کې وویل، چې په سره سمندرګي کې د کښتیو لارې باید خوندي شي او د یمن مسئله باید په سیاسي ډول حل شي.
ګنګ شوانګ وویل، حوثي ځواکونو په جولای کې پر دوو سوداګریزو بېړیو برید وکړ، چې مالي او ځاني زیانونه يې واړول.
ده زیاته کړه چې چین په دې اړه ژوره اندېښنه لري او له حوثي ځواکونو غواړي چې د نړیوالو قوانینو له مخې دې په سره سمندرګي کې د ټولو هېوادونو د سوداګریزو کښتیو د تګ راتګ حق ته درناوی وکړي او پر سوداګریزو بېړیو دې بریدونه ودروي.
دی وايي چې باید په دې سیمه کې د کښتیو لارې خوندي شي او د کښتیو د عملې په شمول دې د ملکي وګړو خوندیتوب تضمین شي.
نوموړي دا هم ویلي چې د یمن حاکمیت، امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته باید درناوی وشي.
ګنګ شوانګ څرګنده کړه چې د یمن مسئله باید په سیاسي توګه د خبرو اترو او مشورو له لارې حل شي. هغه وايي چې چین له ښکېلو اړخونو غواړي چې خبرې بیا پیل کړي او د سولې د ټینګښت لپاره هڅې وکړي.































