د اګست ۱۲مه نېټه د فیلانو له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د چین د ملي ځنګلونو او څړځایونو ادارې خبر ورکړ چې په چین کې د وحشي آسیایي فیلانو نفوس په ثابته توګه وده کوي او د هغوی د ساتنې د ټېکنالوژۍ سیسټم په پر له پسې توګه ښه کېږي.
شمېرې یې چې چین په هغو ساحو کې چې د آسیایي فیلانو د ژوند اصلي ځایونه ګڼل کېږي، د طبیعي ساتنې ۱۱ سیمې جوړې کړې او د آسیایي فیلانو د ملي پارکونو جوړول هم مخ په وړاندې روان دي. اوس په چین کې د وحشي آسیایي فیلانو شمېر له ۳۰۰ څخه ډېر شوی دی.
































