د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام پر خپله اېکس پاڼه، د افغانستان په ښارونو کې د نفوسو له چټکې ودې خبرداری ورکړی دی. یاد بنسټ زیاته کړې، چې د دغه هېواد ښارونه د داسې چټکې ودې لپاره چمتو نه دي. دغه بنسټ وایي، چې په ۱۹۵۰ کال کې د افغانستان په ښارونو کې یوازې ۵سلنه افغانانو ژوند کاوه چې دا شمېر په ۲۰۲۲ کال کې ۲۵ سلنې ته پورته شوی او ښايي تر ۲۰۶۰ کال پورې ۵۰ سلنې ته لوړ شي. د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام ویلي چې باید د ښارونو له ودې د مثبت بدلون د محرک په توګه ګټه واخیستل شي. د دغه پروګرام په خبره، څه باندې ۴۰ سلنه نفوس یوازې په کابل کې ژوند کوي؛ داسې یو ښار چې اوس له جدي چاپېریالي بحران او د اوبو له کمښت سره مخ دی.































