روان کال د چین د دولت رئيس شي جين پینګ د هغې مفکورې د وړاندې کولو له شلمې کاليزې سره برابر دی چې له مخې يې پاکې اوبه او زرغون غرونه د سرو او سپينو زرو په څېر ارزښتناک بلل شوي دي.چين په تېرو شلو کالونو کې د همدې مفکورې په رڼا کې داسې لاره خپله کړې، چې له مخې يې د چاپېريال ساتنې ترڅنګ د بېلا بېلو سیمو اقتصاد يې هم پرمختګ موندلی دی.د چين د سي جي ټي اېن خبريالې د افغانستان د چاپېريال ساتنې د ملي ادارې له چارواکي ذبيح الله صاحب سره مرکه کړې ده.
نوموړي ويلي، د چين مفکورې ( پاکې اوبه او زرغون غرونه د سرو او سپینو زرو کانونه دي) د نړیوال زرغون پرمختګ لپاره ځيرکتيا برابره کړې او په خبره یې، دغه مفکوره نه يوازې د نړيوال زرغون پرمختګ لپاره يو ژور پيغام لري، بلکې د چینایي ځیرکتیا، اوږدمهاله لید او مسؤلانه پرمختیایي تفکر څرګندونه هم کوي. په دغې مفکورې کې، چې شاوخوا شل کاله وړاندې د چین د دولت رئيس شي جين پينګ له خوا وړاندې شوې، د چاپېریال ساتنې او اقتصادي ودې ترمنځ توازن ته عملي بڼه ورکړل شوې ده. دا نظریه د دې پر ځای چې طبیعي سرچینې د چټکې اقتصادي ودې قرباني شي، برعکس، دا یې یوه پانګه وګڼله، داسې پانګه، که په دقت سره اداره شي، د دوامدارو عایداتو سرچینه کېدلی شي. په ټوله کې، دا مفکوره د چین د ستراتېژیک تفکر، دقیق پلان او اوږدمهاله لید څرګندونه کوي. دا یوازې یو شعار نه دی، بلکې دا د عمل یوه نقشه هم ده، چې چین يې له مخې خپل طبیعت وساته او هم يې خپل اقتصاد ته نوې ساه ورکړه. نو بې له شکه، دا د نړيوال زرغون پرمختګ لپاره یو غوره او الهام بښونکی نوښت دی.
د دې مفکور په غوره کېدو سره، له ۲۰۱۲م کال راهيسې چین د انرژۍ د مصرف کلنی پرمختيايي انډول يوازې په سلو کې درې اعشاريه درې دی، خو اقتصادي پرمختیايي انډول يې په سلو کې له شپږ اعشاريه يو څخه اوښتی دی. چين د بيا کارونکې انرژۍ تر ټولو لوی سيستم جوړ کړی او پرمختیایي سرعت يې ډېر چټک دی. د دې ترڅنګ چين د اقتصاد او ټولنې د هر اړخیز زرغون پرمختخګ لپاره هم ډېرې هڅې کړې دي. د بېلګې په توګه، د چين حکومت په شمالي سيمو کې د صحرا د مخنيوي او د هېواد په جنوب کې د زرغون پرمختګ د مفکورې په غوره کولو سره د کليوالو سيمو د هر اړخیزې سمسورتيا د پرمخبېولو لپاره ډېرې هلې ځلې کړي او په دې برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لري.ښاغلي ذبيح الله د چين د يادو لاسته راوړنو په اړه وايي، ((د چين تر ټولو د پام وړ پرمختګونو څخه، يو يې د انرژۍ د مصرف او اقتصادي ودې تر منځ انډول دی. د چين د انرژۍ د مصرف کلنی زیاتوالی یوازې ۳.۳٪ دی، خو اقتصادي وده یې بیا تر ۶.۱٪ اوښتې او دا د دې ښکارندویي کوي، چې د چين اقتصادي وده د سرچینو د بېځایه مصرف پر ځای، د ښه مدیریت، نوښت، او پایدارو حللارو پر بنسټ ولاړه ده. چین نه یوازې د نړۍ تر ټولو ستر د بیا کارېدونکې انرژۍ سیستم جوړ کړی، بلکې د چاپېریال ساتنې او سیمهییز پرمختګ ترمنځ یې عملي توازن هم رامنځته کړی دی. د صحرا د مخنیوي لپاره یې په شمالي برخو کې زرغون کمربندونه جوړ کړي او د جنوبي برخې په کلیوالي سیمو کې یې د زرغون اقتصاد له لارې د خلکو ژوند ته مثبته بڼه ورکړې ده. دا لاسته راوړنې دا ثابتوي چې زرغون پرمختګ یو انتخاب نه، بلکې یوه اړینه او عملي لاره ده. چین نړۍ ته دا پیغام ورکړی چې د غوره او ځیرک پلان، ستر لید او ملي عزم په شتون کې، پرمختګ او طبیعت دواړه ګټونکي کېدلی شي. نو په ټوله کې زه د چین دا لاسته راوړنې یو متوازن، ځیرک او د نړۍ لپاره الهام بښونکی ماډل بولم. چین دا ثابته کړې چې زرغون پرمختګ شونی دی، که چېرې د ملي پالیسیو، سیمهییزو اقداماتو، او نړیوال مسؤلیت پر بنسټ طرحه شي، نو دا کولی شي د اقتصاد، ټولنې او طبیعت تر منځ یو سالم توازن رامنځته کړي.))
افغانستان دا مهال د چاپېریال ساتنې په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دی. د اوبو د سرچینو کمښت، د هوا او خاورې ککړتیا، د کرنیزو حاصلاتو کمښت، سیلابونه، د بېوزلۍ او مهاجرت زیاتوالی، د ځنګلونو وهل، د څړځایونو تخریب او د کان کیندنې ناسم فعالیتونه او په دغه برخه کې د مدیریت نشتوالی هغه عوامل دي چې نه یوازې طبیعت ته زیان رسوي، بلکې د خلکو پر ژوند، اقتصاد او روغتیا هم مستقیم اغېز لري. خو له دغو ننګونو سره سره بیا هم فرصت شته دی.
د ذبیح الله په اند، افغانستان کولی شي د چین د زرغون پرمختګ له تجربو څخه زدهکړه وکړي. د چین ماډل دا ښيي چې زرغون پرمختګ یوازې د شتمنو هېوادونو له مسئولیتونو نه دی، بلکې که د ارادې، ستراتېژۍ او خلکو د مشارکت پر بنسټ طرحه شي، نو هر هېواد پرې بریالی کېدلی شي. په ټوله کې ویلی شو، چې افغانستان، سره له دې چې ننګونې لري، خو پراخ زرغون ظرفیتونه لري. که افغانسنان د چین له بریالیو تجربو څخه سمه استفاده وکړي او د سیمهییزو همکاریو زمینه برابره کړي، نو وبه کولای شي، چې زرغون، دوامدار او متوازن پرمختګ ته لاره پيدا کړي.
































