د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د اګېست په ۱۳مه نېټه د لانڅانګ-ميکونګ په اوږدو کې د پرتو هېوادونو د همکارۍ ميکانیزم د بهرنيو چارو وزيرانو د ۱۰مې غونډې او د چين، لاوس او ټايلند د بهرنيو چارو وزيرانو د غير رسمي ملاقات په اړه د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
دغه وياند وويل، د ياد ميکانيزم اړوند هیوادونه اوس مهال د ګړندي پرمختګ په یوه مهم پړاو کې دي، چې د بې ثباته او ګډوډ نړیوال چاپيريال او د یو اړخیز تسلط او محافظت پالنې له ننګونو سره مخ دي، دوی اړتیا لري چې یووالی او همکارۍ پیاوړې کړي، تر څو ګډ پرمختګ ومومي. نوموړی وايي چې چین غواړي د میکونګ سيند پر غاړو له پرتو هېوادونو سره د همکارۍ پر تجربو بیاکتنه وکړي، د راتلونکي انکشافي میکانیزم جوړ کړي، د لانڅانګ-میکونګ سيمې د اقتصادي کمربند د لا پرمختګ، د لانڅانګ-میکونګ د غاړې د پرتو هېوادونو د اړيکو د ژورتيا، د سيمې خلکو ته د لا زياتو ګټو د رسولو او د سيمې د دوامدار پرمختګ د هڅولو لپاره متحرکه انرژي چمتو کړي.
((لانڅانګ-ميکونګ همکارۍ)) ميکانيزم د هغو شپږو هېوادونو (چين، ميانمار، لاوس، ټايلنډ، کمبوډيا او ويتنام) لخوا چې ميکونګ سیند ورڅخه تېريږي، جوړ شوی او هدف يې د لانڅانګ- ميکونګ سيندونو په سيمه کې د خپلمنځي همکاريو ته دوامدار پرمختګ ورکول دي.































