د ۲۰۲۵م کال لپاره د چين د روبوټ نړيوال کنفرانس د اګست په ۱۲مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې پای ته ورسېد.
په دغه ۵ ورځني کنفرانس او اړوند نندارتون کې د روبوټونو د توليد ۲۰۰ چيني او بهرنيو تصديو برخه اخيستې وه او شاوخوا ۱۵۰۰ توليدات يې پکې نندارې او پلور ته وړاندې کړي وو.
په دغه نندارتون کې پياوړیو ماشيني لاسونو، چې د انسان د لاس په څېر حرکتونه کولی شي، انساني شکله روبوټونو، چې په ثابتو ګامونو چکر وهلی او له انسانانو سره روانې خبرې کولی شي او د فابريکو د توليدي ځنځير ماشيني لاسونو، چې د دقيقو چارو په ترسره کولو کې يو له بل سره همکارۍ کولی شي او ځينو نورو د لوړې ټېکنالوژۍ روبوټونو يا انساني ماشينونو خپل مهارتونه ښودلي او دا تصویر یې ورکړی، چې روبوټونه به د انسانانو په ژوند او توليد کې ژور بدلونونه راولي.
دغه کنفرانس په نړيواله کچه يو مسلکي کنفرانس دی او د صنعت په برخه کې د چين د وړتيا او د نوښت پالنې د ښه چاپيريال له امله يې پراختيا موندلې ده.
په دغه کنفرانس کې د انساني ماشينونو د توليد ۵۰ تصديو برخه لرله، چې شمېر يې د نورو ورته نړيوالو کنفرانسونو او نندارتونونو په پرتله زيات و او يو نړيوال ريکارډ يې جوړ کړی دی.
برسېره پردې، په دې کنفرانس کې له ۱۰۰ زيات نوي توليدات نندارې ته وړاندې شوي وو او نړيوالو ته يې د ټکنالوژۍ په پرمختګ کې د حيرانتيا وړ لاسته راوړنې ښودلې دي.
چين د توليدي صنعت په برخه کې د نړۍ لومړی لوی هېواد دی چې د روبوټ صنعت د پرمختګ لپاره پکې هراړخيزې انسانتياوې برابرې شوي دي.
چين بشپړ صنعتي ځنځير لري او له مهمو پرزو تر بشپړو ماشينونو پورې د توليدي چارو ټينګ بنسټ يې اېښی دی.
په چين کې د صنعتي، کرنيزو او طبي چارو په شمول د روبوټونو د استعمال غني سرچينې برابريږي او دغه هېواد د روبوټ د بازار لوی بالقوه توان لري او بېلا بېلو برخو کې یې بې حده امکانات برابر کړي دي. يوه اروپايي سوداګر، چې په نوموړي کنفرانس کې يې هم ګډون کړی و، رسنيو ته ويلي، چې د چين بازار د نوښتونو ازمويښتي ميدان دی او هم د تصديو د پرمختګ د چټکتيا رول لري.
د دغه کنفرانس ورخلاصون د مصنوعي ځيرکتيا د اصلاحاتو د هرکلي او د نوښت او همکاريو د پياوړتيا په برخو کې د چين صميميت او باور ښودلی دی.
د دغه کنفرانس په څنډه کې د توليداتو نندارتون او د لوړې کچې فورم هم ترسره شوي، چې د مسلکې برخې له ۴۰۰ زياتو چيني او بهرنيو استازو پکې ګډون کړی و.
د کنفرانس ګډونوالو د مصنوعي ځيرکتيا او د روبوټونو د پيوستون په شمول د پرمختللو چارو په اړه بحثونه کړي دي.
چين د ساينس او ټېکنالوژۍ په برخه کې د نظريو د تبادلې او د توافقاتو د راغونډولو لپاره نړيوال ډګر جوړ کړی، چې دغه کار یې د ملګرو ملتونو د صنعتي پرمختګ سازمان، د روبوټ نړيوالې ټولنې او د پروژو نړيوالې ټولنې په شمول د ۲۸ نړيوالو سازمانونو ستاينې او ملاتړ ترلاسه کړی دی.
د ساينس او ټېکنالوژۍ نوښت د انساني ټولنې په پرمختګ کې د مهم انجين رول لوبوي او وده يې له پرمختګ او همکاريو څخه نشي جلا کيدای.
د نان جينګ د هوايي چلند پوهنتون پروفیسور جانګ هونګ های د روبوټونو پرمختګ د دقيقو تخنيکي وسايلو، نويو موادو، الکترونيکې انجینرۍ، سافټ وير، کمپيوټرۍ او مصنوعي ځيرکتيا په شمول د زياتو برخو د پيوستون پر بنسټ د نړيوالو همکاريو نتيجه بللې او په خبره يې، که کوم هېواد د دغسې صنعت پر وړاندې چې پر ژور پيوستون تکيه لري، خنډونه جوړ کړي او د صنعتي او نوښتي ځنځير د پرې کولو هڅې وکړي، نو د نوښت لګښتونه به ډېر زيات شي او د ټېکنالوژۍ پرمختګ به وځنډېږي او په پای کې به د ټولو انسانانو ګډې ګټې زيانمنې کړي.
تاريخ او حقيقت ښودلې، چې يوازې د ورخلاصون، همکاريو او راکړې ورکړې له لارې ګډې ګټې زياتېدلی او ترلاسه کېدای شي.
د ۲۰۲۵م کال لپاره د روبوټ نړيوال کنفرانس نړۍ ته دا پيغام ورکړی، چې پرانيستی چين د ساينس او ټېکنالوژۍ د نوي پړاو انقلاب په بهیر کې د نوښت او همکاريو د پياوړتيا لپاره رښتيني ګامونه پورته کوي او له نورو هېوادونو سره نړيوال پرمختګ ته د لا قوي ساينسي او ټېکنالوژيک قوت د رسولو لپاره ګډې هڅې کوي.
































