شل کاله مخکې، د چين دولت رئيس شي جین پینګ يوه مفکوره وړاندې کړه، چې موضوع يې وه: “زرغون غرونه او شنې اوبه قیمتي شتمنۍ دي”.
د چين د ميډيا ګروپ سي جي ټي ان (CGTN) د دې مفکورې د وړاندې کېدو د ۲۰مې کليزې په درشل کې په دې اړه يوه سروې ترسره کړه.
د سروې ۸۱.۶ سلنه ځواب ويونکي باور لري، چې يادې مفکورې د “لومړی ککړتیا، بیا مدیرت” په نوم د پرمختیا له دودیزو طریقو لاس اخیستی دی. ۷۱.۸ سلنه ځواب ویونکو د چين د دغه اقدام ستاينه کړې، چې د لوړ کيفيت لرونکي اقتصادي پرمختګ سره هممهاله يې د ايکولوژيکي چاپيريال ساتنه هم کړې ده.
































