اروپايي ټولنې د جولای په ۱۸مه نېټه پر روسیې د اتلسمې دورې بنديزونو په ترڅ کې دوه چيني پولي ارګانونه د بنديزونو په لېست کې شامل کړي او دغه کړنه د نړيوال قانون او نړيوالو اړيکو له بنسټيز اصل څخه سخته سرغړونه ده او د چيني تصديو قانوني حقونه او ګټې زيانمنوي.
د بهرنيو هېوادونو د بنديزونو پر ضد د چين ولسي جمهوريت د قانون د مقرراتو له مخې، چين پرېکړه کړې، چې د اروپايي ټولنې پر دوو بانکونو (UAB Urbo Bankas،AB Mano Bankas) ځوابي بنديزونه ولګوي او د چين په دننه کې له ډلو او شخصيتونو سره د دغو دوو بانکونو معاملې او همکارۍ منع کړي.
































