د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په یوه رسمي سفر هند ته تللی دی. د رسنیو د راپورونو له مخې ډاکټر عبدالله عبدالله به په دې سفر کې د هند له لوړپوړو چارواکو سره پر افغان سوله او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کوي. د ملي مصالحې عالي شورا دفتر بیا په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ډاکټر عبدالله د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع د پیاوړتیا په لړ کې نوي ډهلي ته ځي او هڅه کوي په دې پروسه کې د هند همکارۍ لا ډېرې کړي. ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي چې هند د افغانستان تاریخي ملګری دی، په بېلو برخو کې یې مرستې کړې دي او اوس ددې اړتیا ده چې د افغانستان د سولې په مسئله کې هم فعال رول ولوبوي.
































