د جاپان لومړي وزیر ایشیبا شیګیرو د اګېست په ۱۵مه نېټه په جګړې کې د وژل شویو د یادونې ملي مراسمو ته په خپله وینا کې د آسیایي هیوادونو پر وړاندې د تیري لپاره د جاپان مسؤلیت ته اشاره ونه کړه. هغه په همدې ورځ د یاسوکوني له مقبرې سره مالي مرسته وکړه.
د دغه هېواد د کابینې ځینو غړو هم له دې مقبرې څخه لیدنه وکړه، چې دا کار په نړیواله کچه له پراخو نیوکو سره مخ شو.
د چين ميډيا ګروپ سي جي ټي ان (CGTN) لخوا تر سره شوې سروې ښيي، چې د جاپان لخوا له پوځي جرمونو انکار او د “قربانۍ پر روایت” د دغه هېواد ټینګار، د دوهمې نړیوالې جګړې په اړه د جاپان لید لوری تاریخ تحریفوي. د جاپان بې ګټې تاریخي حساب او د پوځي پراختیا زیاتوالی د نړیوالې ټولنې د غوسې او اندیښنو د زیاتېدو لامل کیږي.
په سروې کې، د تاریخي مسئلو په اړه د جاپان حکومت ناسم چلند په ټوله نړۍ کې د ځواب ویونکو ترمنځ قوي نارضایتي راپارولې ده: ۶۴.۴٪ ځواب ویونکو د یاسوکوني مقبرې ته د جاپاني سیاستوالو د سفر مخالفت کړی، ۵۵.۳٪ ځواب ویونکو پر جاپان نیوکه وکړه چې د تاریخي مسؤلیتونو څخه یې ځان غړولی، ۶۵.۲٪ ځواب ویونکو د جاپاني حکومت لخوا د تاريخي درسي کتابونو د موضوعاتو له غلط تعبير سره مخالفت کړی او ۶۵.۷٪ ځواب ویونکو د جاپان پر حکومت غږ کړی چې د جګړې له قرباني هیوادونو څخه بښنه وغواړي او تاوان ورکړي.
































