د پاکستان د مشرانو جرګې مرستيال سیدال خان ناصر د اګست په ۱۳مه نېټه ويلي، چې د چين او پاکستان اقتصادي دهليز د دغه هېواد د پرمختګ او سمسورتيا لپاره ډېر کليدي دی او د دې هېواد بېلابېلې برخې به د دې اقتصادي دهليز له لا پياوړتيا څخه کلک ملاتړ وکړي.
په پاکستان کې د چين سفارت په همدې ورځ د دې هېواد په پلازمېنه اسلام اباد کې د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز په اړه یو مباحثوي مجلس تر سره کړی. سیدال خان په دې مجلس کې دوينا پرمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي ستايلې ده او زیاته کړې يې ده چې دغه اقتصادي دهليز د ځايي خلکو ژوند ښه کړی دی او هېواد به يې په راتلونکي کې لا زیاته هڅه وکړي، څو د دې دهليز په اوږدو کې د زراعت، تعلیم او تجارت په برخو کې لاسته راوړنې له نورو سيمو سره هم شريکې کړي.
د پاکستان د اطلاعاتو او مطبوعاتو وزير عطاالله تارړ ويلي، چې دغه اقتصادي دهليز د پاکستان د ملي اقتصاد لپاره ډېر مهم دی او د دې سيمې په وضعيت کې يې مثبت بلدون راوستلی دی.
































