د چين ميډيا ګروپ او په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي پلاوي د اګست د ۱۳مې نېټې په ماښام په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې په ګډه د سولې انعکاس په نامه کولتوري فعاليت تر سره کړ.
د چين ميډيا ګروپ د ملګرو ملتونو په مقر کې د جاپاني تيري ضد د چين د جګړې او د فاشيزم ضد نړيوالې جګړې د برياليتوب د اتيايمې کليزې د يادونې تصوير ښودلی و. په نیویارک کې خلکو ته د تاريخ د يادونې او د سولې غوښتلو په نامه لنډې ویډيوګانې نندارې ته وړاندې شوې، چې د نړۍ د خلکو د يووالي او قربانۍ، په ګډه د سولې او امنيت د ساتلو او د پرمختګ هڅولو ټينګ هوډ يې څرګند کړی او پر ټولو خلکو يې غږ کړی، چې د دايمي سولې او سمسورتيا راتلونکی په ګډه جوړ کړي.
































