د چين د معلوماتو دولتي مرکز يوه تازه شمېرنه خپره کړې، چې له مخې يې په جولای کې د دې هېواد اقتصاد په ثابت ډول ښه روان و. سرچینه وايي چې پانګونې ته په کتو، په روان کال کې د ماليې بېلابېلې تګلارې خپرې شوې او د اساسي تأسيساتو پروژې چټکې شوې دي. خبر زیاتوي چې د بېلابېلو سیمو د مهمو لارو او پلونو په شمول لويې پروژې په ښه توګه روانې دي.
د سږ کال له جنورۍ څخه تر جولای پورې د لاسليک شويو پروژو عمومي اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۱ اعشاريه ۹ سلنه زياتوالی ښيي.
د نويو شرکتونو د سوداګريز پرمختګ اندازه ۳۵ اعشاريه ۲ سلنه زياتوالی ښيي او د تخنیکي نوښت شرکتونو د سوداګريز پرمختګ اندازه ۲۴ اعشاريه ۹ سلنه زياتوالی ښيي.
































