شي جين پينګ شل کاله وړاندې يعنې د ۲۰۰۵م کال د اګست په ۱۵مې نېټې د چین د جه جیانګ ولایت د ان جي ولسوالۍ یوڅون کلي ته سفر کړی و او همغه مهال يې د همدغه ولايت د ګوندي کمېټې د منشي په توګه دنده ترسره کوله.
شي جين پينګ يادې ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د کانونو او ککړتيا رامنځته کوونکو تصديو د بندولو په اړه د دغه کلي د پرېکړې ستاينه کړې او همغه مهال يې په لومړي ځل دا ساینسي نظر وړاندې کړ، چې زرغون غرونه او پاکې اوبه ارزښتناکې شتمنۍ دي.
د شي جين پينګ پر ياد نظر دوه لسيزې اوښتي، خو چين د دغه مفهوم په رڼا کې کوم ایکولوژیکي انځور پنځولی؟
د ان جي ولسوالۍ یو څون کلی یو وخت د کانونو د استخراج له امله د “بډایه کلي” په نوم پېژندل کېده، خو دغې چارې يې چاپېريال ډېر سخت ککړ کړی و او د ډېرو خلکو روغتيا ته يې زيانونه رسولي وو.
شي جين پينګ په ۲۰۰۵م کال کې يو څون کلي ته د سفر پرمهال له ځايي مشرانو سره ولیدل او د ايکولوژيکي ساتنې په اړه یې ورسره بحثونه وکړل.
د چین اقتصاد همغه مهال چټکه وده کوله او ناخالص کورني توليد يې د مشرانو د کارونو د ارزولو لپاره یو مهم معیار و.
د پرمختګ کومه لاره باید تعقیب شي او موخه يې څه ده؟
دا پوښتنه نه یوازې د یو څون کلي لپاره، بلکې په جه جیانګ او حتی ټول چین کې خلک د همدې پوښتنې د ځواب په لټه وو.
یو څون کلي د چاپېریال ساتنې او د کلیوالو د روغتیا لپاره د سمنټو او نورې ډېرې هغه کیمیاوي فابریکې وتړلې، چې په کال کې يې ترې میليونونه يوانه ګټې رامنځته کولای شي.
شي جين پينګ همغه مهال د یو څون کلي ياد اقدام هوښيار وباله او د دوی چارې يې وستايلې او ويې ويل، چې مونږ زرغونو غرونو او پاکو اوبو ته د سرو او سپينو زرو په څېر ارزښت ورکوو او په حقیقت کې زرغون غرونه او پاکې اوبه د زرو او هم په طبیعي ډول قیمتي ارزښت لري.
شي جین پینګ د یو څون کلي چارواکي وهڅول او ویې ویل: ” تاسو باید خپله لاره ښه وڅارئ او ګټې او زیانونه باید تجربه کړئ. پرمختګ ډېرې بڼې لري او مونږ باید د دوامدار پرمختګ پر لارې ټینګار ولرو. زرغون غرونه او پاکې اوبه د سرو او سپینو زرو ارزښت لري.”
د شي جين پينګ پر یادې مفکورې شل کاله اوښتي او یو څون کلي په همدې مودې کې د خپل ایکولوژیکي چاپېريال د بیارغولو او ساتلو او د سیلانۍ او زرغونو چارو د پرمختګ لپاره ډېرې هڅې کړې دي.
نننی یوڅون پر زرغونو غرونو پوښل شوی او په چین کې د ژوند کولو، سیلانۍ او سوداګرۍ يوه نمونه بلل کېږي.
په تېرو ۲۰ کلونو کې، د چین له ختیځ څخه تر لوېدیځ او له شمال تر جنوب پورې، د شي جين پينګ يادې مفکورې ته ډېره پاملرنه شوې او اوس د هېواد ډېری ځایونه پر زرغون رنګ پوښل شوي دي.
































