د چين د دولتي شورا د تايوان چارو دفتر وياندې جو فنګ ليان د اګست په ۱۵مه نېټه د دوهم نړیوال جنګ په اړه د لاي چینګ ده د ناسمو خبرو په باب د خبريال پوښتنې ته ځواب ورکړی.
خبریال پوښتنه وکړه چې د اګست ۱۵مه نېټه د نړیوالو پروړاندې د پخوانيو جاپاني تېري کوونکو له شرط پرته تسلیمېدو ورځ ده، لاي چينګ ده په همدې ورځ په یوه مقاله کې د د دویمې نړیوالې جګړې د تاریخ په اړه خپله ناسمه لیدتوګه بیان کړې او یو ځل بیا يې « د اقتدار په مقابل کې له تش په نامه ډیموکراسۍ ملاتړ کړی، نو د چين د دولتي شورا د تايوان چارو دفتر په دې اړه څه نظر لري؟
جو فنګ ليان په خپل ځواب کې ويلي، چې لاي چينګ ده بيخي ملي دريځ له لاسه ورکړی، د جاپان د تیري ضد د چينايانو د جنګ پر تاریخ يې سترګې پټې کړېی، د ډيموکراسۍ د مبارزې جعلي نظريې يې پورته کړې او په دې سره يې د تايوان د بېلتون غوښتنې نظر خپور کړی. د جو فنګ ليان په وينا، لاي چينګ ده غواړي د وسلوالو او بهرنیو ځواکونو په وسيله د تايوان د بېلتون موخه پوره کړي.































